IQNA

په پاکستان  کې د امریکا په ضد سترې مظاهرې وشوې

16:30 - April 01, 2022
د خبر لمبر: 3485626
تهران (ایکنا) - د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د حکومت په ضد  دامریکائي حکومت له خوا یو پټ لیک ایشوا شوی چې پکې  ئې د پاکستان لومړی وزیر ګواښلی  او وئيلي ئې دي چې که د پاکستان دلومړي وزیر په ضد دعدم اعتماد بیل په پارلیمان کې ونه منل شي،نو د پاکستان لپاره به ډيرې بدې پایلې ولري .

ایکناخبری اژانس د ایرنا له قوله راپور راکړ،په داسې حال کې  چې  د پاکستان  د کورنیو چارو کې د امریکا د لاسوهنې په اړه دړکې رابرسیره شوي دي،ددغه هیواد سیاسی او پوځي شخصیَتونو او دغه راز ولس په دې اړه له خپلې خوا غبرګونونه ښودلي او نن په درست پاکستان کې د مجلس وحدت مسلمین او د امامیه سټوډینټس  آراګنایزیشن له خوا  مظاهرې او مړه دې امریکا  او مړۀ دې وئي دامریکاتالی څټي په څير شعارونه پورته شول  او  له امریکا او استعماري قدرتونو ئې  خپله کرکه نندارې ته وړاندې کړه .

 د کراچۍ ،لاهور ، پنډۍ، فیصل آبادپشمول نورو په لسګونو ښارونو کې د امریکائي استعمار  په ضد مظاهرې  او  لاریونونه  ترسره شول او  په دغو مظاهرو کې ګډون کونکو ګواښ کړی که د هیواد په چارو کې  استعماری قدرتونه ګوت وهنوڅخه لاس  وانخلي  نو په دغه هیواد کې به ئې ګټې له جدي خطرو سره مخ شي .

داپه داسې حال کې دي چې د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د حکومت په ضد  دامریکائي حکومت له خوا یو پټ لیک ایشوا شوی چې پکې  ئې د پاکستان لومړی وزیر ګواښلی  او وئيلي ئې دي چې که د پاکستان دلومړي وزیر په ضد دعدم اعتماد بیل په پارلیمان کې ونه منل شي،نو د پاکستان لپاره به ډيرې بدې پایلې ولري . خبری سرچینې وائي د امریکا ددغې موخې د پوره کیدا لپاره په پاکستان کې داپوزیشن لوري ځيني ګوندونه ډګر ته راوتلی او د امریکا په پلۀ د پل په کیښودوسره ئې د حکومتي  لوري په ضد  مظاهرو او  ترینګلتیاؤ ته مخه کړې ده  .

ټاکل شوې ده،د پاکستان په ولسی جرګې کې ددغه هیواد د لومړي وزیر عمران  خان په ضد د اپوزیشن لوري له خوا د عدم اعتماد په  اړه راي واخستل شي .

https://www.irna.ir/news/84702192/تظاهرات-

captcha